حمزه شينواری ټينګه په وعـده نه شوې داڅه چــل دی کلکه پښـتنه نه شــوې داڅــه چــل دی ډېره ګســــــتاخي مې نظر اوکـــړلـــــه ماته ولې سره نه شوې دا څه چـــل دی ته مې مــــــخ روڼی د ماښامـــونو يې سوزې خو ډيوه نه شوې دا څه چل دی تاخـــــودوختـــــونوپروا نه کــــــــړله لاړې راستنه نه شوې دا څـــه چل دی ټنډه د حمـــــــــزه وې د قسمت غـــوټه مړشوته خوره نه شـوې دا څه چل دی
RAHMAT SHAH SAIL ديونظرڅومــــــره تــاوان غــــــواړې زړه رانه غواړې که ګريوان غــواړې ماله په ستـــــرګو کښې ازغي راکـوې ما نه نغمې د ګلستـــــــان غــــــــواړې خداې دي په خپـــــل زړه پسې وژړوه په باران واؤړې چــــه بـاران غـواړې زړه!ګـــــورې د نازبه دې یونه شمـــه که دغـــــرورسره جــــانان غــــواړې محبت څــــــه دی جـــــواري دزړونـو خوبونه نه بائلې خــــــوبـان غــــواړې په دې ګرانې کښې دخپـــــل سرپه بدل ديارديدن څــــومـره ارزان غـــــواړې ســـــــــائله" ته تکميل د کـوم ارمــان له" ژوند د لمبـــو دبيــــــــــابان غــــواړې